په پاکستان کې د مشال راډيو د دفتر تړلو اقدام ځايي خبريالانو غندلی او دا يې د صحافت د ازادۍ ضد عمل بللی دی. د شنبې پر ورځ پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس په دې لړ کې يوه مشترکه اعلاميه خپره کړه چې پکې غوښتنه شوې چې د مشال راډيو دفتر دې بېرته پرانيستل شي.