د ماشومانو د حقونو ادارې وایي په پاکستان کې هره ورځ د ۱۱ ماشومانو سره په څه نا څه شکل کې جنسي زیاتی کېږي او باید په دې اړه سخته پالیسي جوړه کړل شي.
د ياد فهرست څخه په لیرې کړل شوو ګوندونو کې د جمعيت العلماء اسلام (سمیع الحق) ، متحده قبايل ګوند ، سني تحريک او جنرل مشرف حمايت تحريک په ګډون يوشمير ګوندونه شامل دي. یادو سیاسي ګوندونو ددې پریکړې په اړه لا څه نه دي ويلي .
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امريکا سېنټرل کمانډ کمانډر جنرال جوزف ایل ووټل سره پر ټلیفون غږېدلی او پر دوه اړخیزو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.
د جمعيت علما اسلام - ف - ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هاي کورټ واک غځولو په وړاندې آییني خنډونه موجود دي.
دغه بل د پاکستان د قانون وفاقي وزیر بشیر ویرک او د اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ پارلېماني غړي نوید قمر وړاندې کړ چې د قامي اسمبلۍ ډېری غړیو یې د منظورۍ ملاتړ وکړ. د مولانا فضل الرحمن ګوند جمعیت علمای اسلام د دغه بل پرضد خپله رایه ورکړه.
د قبایلي سیمو ځوانانو د پارلیمان او پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې او غوښتنه يې کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګدې کړي.
په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او د ماشومانو د مشکلاتو په اړه څېړونکې غېر سراکاري ادارې" ساحل" تر مخه په کال ۲۰۱۵ کې په قصور سيمه کې ۴۵۱ ماشومان د جنسي تېرو ښکار شوي وو
د زیارت په ورځ اونېزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وینا وه چې دواړه ملکونه په خبرو بوخت دي خو وايي دغه تفصیل لا هم مطبوعاتو سره نه شي شریکولی.
اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.
د پنجاب قصور سيمې زېنب ماشومې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چارشنبې په ورځ احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ تن دې په لويه لار کې پانسي کړی شي.
په قصور ضلع کې له یوې ماشومې سره د جنسي تېري او وژنې پر پېښه پر پارېدلیو مظاهره چیانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.
پاکستان عوامي تحريک د مسلم ليګ ن حکومت ختمولو لپاره په ټول ملک کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.
نور وښیئ