د امریکايي مرستو دورولو په غبرګون کې پاکستاني لوري په پام سره خپل غبرګون ښودلی. دبهرنیو چارو وزارت یې د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي چې پاکستان له امريکايي ادارې سره د امنيتي همکارۍ په معاملو کې په رابطه کې دی او تمه لري چې هغوی به لا نور تفصیلات ورسره شریک کړي.