د پاکستان قامي سلامتيا کمېټۍ د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ هغه ټول تورونه رد کړي چې پکې پر پاکستان تور لګول شوی وو چې دلته د ترهګرو پټنځايونه جوړ دي.
اسې فکر کېږي چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو پاکستان يو ډول تر فشار لاندې راوستی دی خو په عين حال کې چين د پاکستان دفاع کړې ده.
د پاکستان په سېنېټ کې جوړ د هندو پاک دوستۍ ګروپ له خوا په يوه غونډه کې سپارښتنې ورکړي چې پکې ويل شوي د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کولو لپاره په پارلېماني کچه دې خبرې اترې وکړې شي.
دا خبره د چارشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د امریکا له سفیر ډیویډ هیل سره په راولپنډۍ کې د ملاقات په وخت کړې ده.
د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې د ايين په ۶۲ او ۶۳ دفعو کې د بدلون راوستلو مسله به د پارليمان مرکزي کميټۍ ته وړاندې کوي.
پاکستان د امریکا د ولسشمر ډونلډ ټرمپ له خوا د افغانستان او سيمې په اړه پر اعلان شوې ستراتيژۍ ناهيلې ښودلې او ويلي يې دي چې په دغه پالیسۍ کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او د دې په مخنیوي کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځول شوي دي.
د پاکستان یو شمېر سياسي ګوندونو د پاکستان په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونې بې ځایه بللې دي او د هغه غندنه یې کړې ده.
د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د نوې تګلارې په اړه په پېښور کې د سیمه يیزو چارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي د پاکستان لخوا د وسله والو په اړه د پالسيو نه بدلولو له کبله اسلام اباد ته يو ډول دهړکه ورکړل شوې ده.
دافغانستان او سيمې په اړه د امریکا نوې پالیسۍ په حواله په پېښور کې د سیمه يیزه چارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي د پاکستان لخوا د وسله والو په اړه د پالسيو نه بدلولو له کبله اسلام اباد ته يو ډول دړاکه ورکړل شوې. د ده په خبره پاکست
د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرل اصف غفور وویل چې امريکايي چارواکو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په بلنه د پاکستان د مختلفو سيمو دورې هم وکړې او دوي وکتل چې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوې او وسله وال په کې تربيتي مرکزونه نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په شپه د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې سټرټیجۍ اعلانولو پر مهال وویل په دغه هېواد کې به امریکايي ځواکونه تر بریالي کیدو جنګیږي. نوموړی پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي.
نور وښیئ