د امریکا پوځي پلاوي د پاکستان له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جوزف ووټيل په مشرۍ کې یوه پوځي پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا او نورو پوځي او استخباراتي چارواکو سره لیده کاته کړي.