د امريکا د سېنېټرانو یوه ډله چې مشري يې سېنېټر جان مکېن کوي د پاکستان سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د وزيراعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره جلا جلا لیدلي او پر دوه اړخیزه اړیکو او په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه يې خبرې اترې کړي دي.