د پاکستان سپريم کورټ د پاناما اسنادو په لړ کې د وزيراعظم نواز شریف د هغه د کابينې د ځينې غړو او کورنۍ پرضد د نا اهلۍ او احتساب عدالت ته د ريفرنس دايرولو امر کړی دی.
په پاکستان کې د پامانا اسنادو د مقدمې پر مهال سیاسي ګوندونه پر درې ډلو وېشلي وو. ځینې د نواز شریف پرضد وو ، ځینې یې ملګري او ځینې ویلي وو چې دوي د سپریم کورټ د پرېکړې تر اعلانېدو انتظار کوي.
د پاکستان سپریم کورټ د د پاناما اسنادو په مقدمه کې د ملک وزیراعظم نواز شریف نا اهل ګرځولی دی.
د نواز شرف بېواکه کېدل څه معنا لري؟ په دې اړه د قانون پوه نور عالم خان خبرې دلته واورئ.
د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو په مقدمه کې د ملک وزیراعظم نواز شریف نا اهل وګرځاوی. دا پرېکړه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ پینځه کسیزې جرګګۍ نن ۱۲ بجې په اسلام اباد کې واوروله.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا ويلي، پاکستاني او افغان چارواکيو تېر کال د ټرانزټ تجارت په برخه کې شپږ غونډې کړې وې او ځينې اړخونه يې په ګوته کړي دي.
د افغانستان په ختيځ کې ښار جلال اباد کې په پاکستان قونسلګرۍ کې کارکوونکي دغه سفارتکاران د روان ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۶ نېټه هغه وخت لادرکه شول چې څه وخت له جلال اباده تور خم ته پر لاره ول.
د پاکستان د پنجاب صوبې په راجا پور سيمه کې د پنچايت يا ځايي جرګې پر پرېکړې پر یوې ۱۲ کلنې جینۍ د جنسي تېري په بدل کې يوه بله ۱۷ کلنه جینۍ د جنسي تېري ښکار شوې ده.
د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نېکټا غونډه د ادارې د مشر احسان غني په مشرۍ کې وشوه چې پکې يوشمېر چارواکيو ګډون وکړ.
غونډه په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د غېرسرکاري ادارې سي جي پي ای له خوا جوړه شوې وه جې پکې د فاټا اصلاحاتي رپورټ په اړه خبرې وشوې.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا ویلي چې د بهرنیو هېوادونو استخباراتي اېجنسۍ ترهګري د پاکستان او سيمې پرضد د پاليسۍ په توګه استعمالوي.
په پاکستان کې مذهبي ګوندونو لکه د تېر وخت متحده مجلس عمل غوندې يو ځل بيا يوه ډله کېدلو لپاره هڅې پېل کړې دي.
نور وښیئ