په پاکستان کې مذهبي ګوندونو لکه د تېر وخت متحده مجلس عمل غوندې يو ځل بيا يوه ډله کېدلو لپاره هڅې پېل کړې دي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن – الیکشن کمېشن اف پاکستان - اندېښنه ښودلې ده چې په ملک کې د نارینه پرتله د ښځو رایه ورکوونکو په شمېر کې کمی د ۲۰۱۸م کال پر ټولټاکنو اغېز کولای شي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په افغانستان کې د امریکا او د نړیوالو ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکولسن سره په ملاقات کې په افغانستان او امریکا کې د ځینو عناصرو لخوا پر پاکستان د تورونو په لګولو د اندیښنې څرګندونه کړې ده.
نن د پنجاب په لاهور ښار کې يو بريد وشو. تر اوسه د راغلو شمېرو تر مخه په چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان دي. چاودنه د ارفع کريم ټاور سره سبزي منډۍ سره نيزدي شوې ده.
په پاکستان کې د سرکاري حج سکيم ترلاندې سعودي عرب ته د حج لپاره د خلکو د تللو لړۍ د جولايي له څلوروېشتمې پېل شوه. نن (دوشنبه – ګل) له اسلام اباد څخه خوا او شا درې سوه شل او له ټول پاکستان څخه ۱۹۵۰ کسان مدېنې ته روان شوي دي.
په پاکستان کې د خلکو د راجسټریشن او د معلوماتو د خوندي کولو ادارې (نادرا) هغو ټولو خلکو ته چې شناختي کارډونه یې بلاک دي ویلي چې خپل اسنادونه او شکایتونه دې په پنځلسو ورځو کې دننه له دوی سره جمع کړي.
په پاکستان کې مېشت معذوره افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې – یو این ایچ سي ار – او افغان حکومته د پاملرنې غوښتنه کوي.
په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره – نشنل ډزاسټر منېجمنټ اتارټي - وايي ، په تېرو ۲۵ ورځو کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۷ ته رسېدلی دی.
د خبرتیا او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي چې په سمدستي توګه دېد خبریالانو د تحفظ بل عملي کړي او له دې وروسته دې صوبايي حکومتونه هم پر دې بل کار وکړي.
د پاکستان سپریم کورټ پر وزیراعظم نواز شریف د درغلیو تورونو په اړه د مقدمې اورېدنه پای ته رسولې ده.
د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو سیفران وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، پوځ غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا تر ورګډولو مخکې په قامي بهیر کې شاملې شي.
د افغانستان حکومت وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر خپله خاوره د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي.
نور وښیئ