د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د رشکۍ اقتصادي زون د جاج اخستلو لپاره د چارشنبې په ورځ چيني چارواکو، سرمايه کارو او د خېبرپښتونخوا حکومتي غړو د دغه ځای دوره کړې ده. صوبايي حکومت په پېښور - اسلام اباد موټروی د کرنل شېرخان انټرچېنج سره نزدې ۲۰۰۰ اېکړه ځمکه د دې منصوبې لپاره ځانګړې کړې ده.