فلسطيني اداره وايي په پاکستان کې ميشت سفير يې د بېت المقدس په حق کې را اېستل شوي لارېون کې ګډون يوه غير ارادي تېروتنه ګڼي
په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په سیاسي منظر کې ډېر بدلونونه ولیدل شول، چې یو مهم پکې د عدالت لخوا د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ فیصله هم وه.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ خورشید شاه ویلي ، د پاکستان ولس پوښتنه لري چې د مسلم ليګ نواز ډلې مشرولي د څه لپاره سعودي عربستان ته تللې ده او څه غواړي؟
د جميعت علمای اسلام سميع الحق ډلې د مذهبي ګوندونو بحال شوي اتحاد متحده مجلس عمل کې د نه ګډېدو رسمي پرېکړه کړې ده.
د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي.
د پاکستان پوځ وایي چې د ترهګرۍ پرضد جنګ یې د ملک په مفاد کې کړی او پوځي عملیات یې د وسله والو پرضد بې له توپيره کړې دي.
د پاکستان قامي احتساب بیورو د پخواني وزیراعظم او د پنجاب وزیر اعلا پرضد مقدمې دایر کولو او پخوانيو وزیر اعظمانو یوسف رضا ګیلانی او پروېز اشرف پشمول د مهمو شخصیتونو خلاف د باقاعده پلټنو منظوري ورکړې ده.
د پاکستان پيپلزګوند چېرمېن بلاول بوټوزرداري يو وارې بيا پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تور لګولی چې هغه يې مور او پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بوټو وژلې ده.
د پاکستان واکمن مسلم ليګ نمشر او پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ویلي دي چې د دوی کمپاين د عدليې پرضد نه بلکې د انصاف بحالۍ لپاره دی.
د پاکستان وفاقي کابینه وایي چې د فاټا اصلاحاتو لپاره ګمارلې کمېټۍ به د کابینې د یوې څانګې په توګه د اصلاحاتو بهیر پرمخ وړي. دا فیصله بېګا د وزیراعظم په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې وشوه.
د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د بېنظیر بوټو لسم تلين په مناسبت په يو پيغام کې ويلي دي چې بېنظير بوټو د هغو عناصرو پرضد جګړه کوله چې د مذهب په نامه يې هېواد د يرغمال کولو کوښښ کولو.
د پاکستان د بجلۍ او توانايې وزارت د ولس اسانتياو لپاره د " روښانه پاکستان" په نوم یو موبايل پروګرام جاري کړی دی.
نور وښیئ