د ښځو حقونو قامي کمېشن وايي چې ځيني سياسي او مذهبي ګوندنو په سلا دغه سيمو کې ښځې د ووټ له اچولو درول شوې دي.
نن د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې د جاسوسۍ په جرم نیول شوي د هندي وګړي کلبوشن یادو او د هغه د مور او ښځې ترمنځ ملاقات شوی دی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د يکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان، ترکي، روسيې، ايران، چين او افغانستان د پارلېمان مشرانو ته وينا وکړه.
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې - ايف اي اې – ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې د لادرکه کړل شوو بلاګ لیکونکو پرضد هیڅ ثبوتونه نه دي میندل شوي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی دی چې د نوو حلقه بندیو بهیر به د جنورۍ له ۱۵مې نېټې پیل کړي چې پر وخت ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د فعالې کمېټۍ د پنجشنبې په ماښام د نرښځيانو د ساتنې قانون ۲۰۱۷م په نوم يو بل منظور کړی د کوم د سېوري لاندې چې به نرښځيو ته د هغوي خپل تعريف يا پېژندنه، د ناروغتيا پر وخت ميډيکل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي.
د پنجاب صوبې د ښځو د حقونو کمیشن د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره دوه زره د نکاح اندارج کونکیو ته تربیت ورکړی او پلان لري چې دا تربیت به پنځوس زره کسانو ته ورکوي.
د فاټا ځنې د پارلیمان غړي له حکومته ګیله کوي چې د فاټا د اصلاحاتو عملي کولو لړ کې له سنجیدګۍ کار نه اخلي او څو څو واره يې دغه بل د قامي اسمبلۍ له ایجنډې لېرې کړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امريکايي مرستيال ولسمشر مايک پېنس هغه تورونه رد کړي چې ويلي وو پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي . د بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمينه جنجوعه ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه هېڅ وجود نه لري.
تر اوږدې مودې، پاکستان طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي. خو هغه ورځې لاړې. ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته نوټس یا خبرداری ورکړی. که پاکستان جنایتکاران او ترهګر ساتي نو ډېر څه بایلي.
په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو په راتګ سره خبريالانو او ليکوالانو ته ورپېښ ګواښونه نور هم زيات شوی دي. پر ټولنيزو رسنيو د خپروونکو موادو پر سر هم يوشمېر ځورول شوي يا تری تم کړل شوي دي.
پاکستان په ملګرو ملتونو کې د امریکا فیصلې پرضد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د امداد ودرولو دړکې په غبرګون کې ویلي چې د فلسطین پر معامله د اسلامي ملکونو د سازمان ملاتړ کوي.
نور وښیئ