د پاکستان حکومت د ترهګرۍ مقدمو اورېدنې لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو ګام له هغه وروسته پورته کړ چې د پېښور پر ارمي پپلک سکول خونړی برید وشو.
شمس الاسلام وویل چې د تلونکو راتلونکو خلکو شمېر پر دې سربېره کم شوی دی چې دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې لاره هم جوړه کړې ده.
د قانوني چارو کارو پوه شهاب الدین خټک وایي چې د یو جج په کور کې پر یوې خدمتګارې ماشومې تشدد کېدل د ټولنې د ذهن عکاسي کوي.
د یوې سروې شمېرې ښيي چې نېږدې ۶۸ فیصده پاکستانیان له هند سره د مذاکرتو پلویان دي او ۳۱ فیصده یې مخالف دي
عدالت د پاکستاني وزير اعظم نواز شریف له وکيله غوښتنه وکړه چې د درو پوښتنو ځوابونه دې تر سبا عدالت ته وړاندې کړي.
پولیس وايي ، په دې پېښه کې د لاس درلودونکو د میندلو او نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
قمر نسیم وویل ، دا ښيي چې یا خو د مېرمنو پر ضد تشدد زیات شوی دی او یا هم د داسې پېښو ثبتول زیات شوي دي.
بلوڅ ملتپال ګوندونه دریځ لري چې په بلوچستان کې اوس مهال حالات دې ته جوړ نه دي چې هلته سرشمېرنه یا مردم شماري وشي.
سید عالم محسود ګل په ورځ په پېښور کې تر یوې خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا پرویز خټک د مغربي لارې پرځای په وړو منصوبو تېروتلی دی او اوس پری پښتانه تېر باسي.
پاکستاني وګړي اوس په یوازې شناختي کارډ لرلو افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی بلکه دوی به ځان سره پاسپورټ هم ساتي،او چې کوم پاکستانی تن افغانستان ته لاړ شي نو واپسۍ کې به ترې په تورخم پوله پاسپورټ کتل کیږي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر،اجراییه رییس او پوځ مشر سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.
د شمالي وزيرستان هما خان محسود مشال راډيو ته وويل چې اول يې د افغانستان پحقله څرګندونې دومره ښې نه وې خو دې پروګرام د لارې ورته معلومه شوه چې رښتيا څه دې او دروغ څه دي.
نور وښیئ