په اسلام اباد کې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر برمته کړل شو چې بيا وروسته څلور نور مدني فعالان او ليکوالان عاصم سعید، وقاص ګورایا، احمد رضا نصیر او ثمر عباس وتښتول شول.
د سيند صوبې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چارواکي هم دا دريځ لري چې د پښتنو سيمو تقسيم سم نه دی شوی
د خبرپاڼې ترمخه د جنوبي وزیرستان له مشرانو سره په خبرو کې ممنون حسېن وویل چې د اېف سي ار له ختمولو سره به قبایلی سیمو ته یو نوی قانون ورکول کیږي چې د قبایلي دودونو خیال به پکې ساتل کېږي
چيف جسټس په خپله وېنا کې وويل چې دا يو مهمه مسله او مجرمانه فعل دې په دې کې د يو ماشومې سره زياتې شوی دی او په دې کېس کې له بیړې کار اخېستل شوی دی.
د چارشنبې په ورځ د پاناما اسنادو کېس اورېدنې پر وخت سپریم کورټ له وزیراعظم نواز شریف بهر ملکونو ته د دولت د منتقلې په اړه د وزیراعظم له وکیله تفصیل غوښتی دی.
سیاستوال او د انساني حقونو لپاره کارکوونکی افراسیاب خټک وايي هغه وخت ټول سیاسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په جوړولو سلا شوي ول خو ممکنه نه ښکاري چې اوس یې موده غځولو ته غاړه کېږدي.
په کراچۍ کې مېشت د قانون چارو کارپوه اقبال شاه وايي چې که وفاقي حکومت وغواړي نو د رېنجرو د واک موده د صوبايي حکومت د اعلان بغیر هم غځولی شي.
د ۲۰۱۶م کال د جون پر اتمه نېټه زينت نومې نجلۍ د خپلې خوښې واده کولو نه پس خپلې مور، ورور او د خور خاوند د غیرت په نوم وژلې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې دا وخت په ملک کې په ترهګرۍ تر ډېره حده قابو موندل شوی دی نو د پوځي عدالتونو هم ضرورت نه دی پاته.
په پاکستان کې په روان کال کې تر اوسه پنځه بلاګ لیکونکي او د مدنې ټولنې فعالان لادرکه کړل شوي دي. په ورته ډول یو شمېر فیس بک پاڼې هم بندې کړل شوې دي.
په پاکستان کې ځینې ښځینه سیاستوالې شکایت کوي چې په ټولنه کې اکثره عام سړي او په ځانګړي توګه سیاستوال ښځې پرمختګ ته نه پريږدي.
پوښتنه دا ده چې کله داسې بریدونه وشي نو ایا دواړه هېوادونه له یو بل سره رسمي اسناد او شواهد شریکوي او که نه یوازې تورونه پورې کوي؟
نور وښیئ