عوامي نیشنل ګوند تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته په کراچۍ کې جلسه کړې ده. د یکشنبې یا اتوار پر ماښام د ښار په مېټرووېل سیمه کې جلسې ته په وینا کې د ګوند سېند څانګې مشر شاهي سید وویل، ځېنې خلک دا وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي. ده وویل، هېڅ کس کډوال نشي ایستلای. رپورټ وګورئ.