پاکستاني چارواکيوايي، د دې هېواد قامي هوايي پي اې ای الوتکې لویدلو په پېښه کې سپاره ټول ۴۸ کسان وژل شوي چې پکې ۴۲ سپرلۍ او شپږ تنه د الوتکې کارکوونکي شامل دي.
د پي آی اې مشر اعظم سهګل بېګا په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې انساني تېروتنه نشي کېدای بلکې د ده په وینا د الوتکې یوې انجنې کار پرېښی وو.
د پاکستان ژغورنې ادارې یوه چارواکي لقمان خان مشال راډيو ته وویل د دوی امدادي ډلو تر اوسه د ۲۴ کسان مړي ترلاسه کړي دي.
سيند اسمبلۍ د لږکيو خونديتوب قانون د نومبر پر ۲۴ م نېټه منظور کړی وو چې له مخې به يې هر هغه چا ته لږ تر لږ پنځه کاله يا عمر بند سزا ورکول کېږي چې يو بل څوک په زوره مذهب بدلولو ته اړ کړي.
' دا مهال په پاکستان کې ېو سل اوه نوي (۱۹۷) افغاني سکولونه او لېسې دي چې پکې د دوه نيمو زرو نه زيات استادان زده کونکو ته درس ورکوي.'
د سېشنبې ورځ په سپریم کورټ کې د چیف جسټس انور ظهیر جمالي په مشرۍ پنځه کسیزه بېنچ د دپانامه اسنادو په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه۔
د پاکستان پارلیمان په ملک کې د ناموسي وژنو زیاتوالي او قندیل بلوڅ تر وژل کېدو وروسته د ناموسي وژنو او جنسي تیرو د مخنیوي قانون په تېر اکتوبر میاشت کې منظور کړی وو.
د کراچۍ ښار په لويه لار شارع فیصل د ګل په شپه ناوخته د اور لګېدو په پېښه کې د څلورو ښځو او درې ډاکټرانو پشمول ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زيات ژوبل شوي دي.
د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانو د پاکستان او افغانستان ترمینځ په ترینګلیو اړیکو اندېښنه ښودلې او غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې خپلمینځۍ شخړې په خبرو هوارې کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان په باب د افغان ولسمشر څرګندونې خپه کوونکې، خو د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د "پوهېدو وړ"بللي دي.
د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ایشیا زړه هېوادونو په شپږمه ناسته کې افغان ولسمشر يو وار بيا پاکستان له هغو وسله والو سره په مرسته تورن کړ چې دا مهال په افغانستان کې فعاله دي.
نور وښیئ