پښتونخوا ولسي تحريک وايي چې د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي راهدارۍ د غربي لارې پرانيسته دوکه وه، او په دي کې ملت پاله ګوندونه تيروتي دي.د خيبر پښتونخوا حکومت بيا وايي که چېري مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د راهدارۍ لاره له هغې صوبي نه د تېرولو اجازه ورنکړي.