د پاکستان وزيراعظم نواز شريف نن (سېشنبه) سهار له اسلام آباده د يو لوړ پوړي پلاوي په ملتيا د قازاقستان پلازمينې آستانې ته روان شو.
د پاکستان پوځ او مسود طالبان يو بل ته د يوې تازه نښتې وروسته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوې کوي. پوځ وايي د دوی دوه افسران وژل شوي او شپږ طالبان يې له منځه وړي خو طالبان وايي دوی پوځ ته ډېر زيان اړولی دی.
پاکستان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغان سفير جانان موسی زی احضار کړ او پر ډيورنډ کرښه يې د خپلو پوځيانو د مړينې له امله ورته احتجاج وکړ.
د هند او پاکستان تر منځ د سولې خبرې اترې له پیلېدو څخه یوه ورځ مخکې منسوخ شوې.ټاکل شوې وه چې دا خبرې اترې نن او سبا په نوي ډیلي کې وشي،خو راپورونه وايي د خبرو اترو د اجنډا په سر د دواړو لورو ترمنځ اختلافات ددې خبرو اترو د منسوخ کیدو سبب شول .
پاکستان هندوستان تورن کړی چې د دواړو هېوادونو د قامي سلامتۍ د سلاکارانو په ملاقات کې جيدي نه دی.
د پنجاب حکومت د کورنیو چارو د وزیر شجاع خانزاده په مړینه د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی. نوموړی د اتوار په ورځ د اټک په شادي خان سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.په دې پېښه کې د پولیسو په وینا ۱۵ کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي وو.
راپورونه وايي د کشمير په لانجمنه سيمه کې هندوستان او پاکستان پريو بل ډزې کړي او راکټونه یې ويشتلي چې له کبله يې لږ تر لږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د پنجاب د کورنيوو چارو صوبايي وزير شجاع خانزاده په کور کې نن سهار يوه چاودنه شوي ده. په اټک کې شوې دې پېښه کې د پوليسو په وينا د حجرې چت راغورځيدلی او ګڼ خلک يې له ملبې لاندې کړي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پخوانى مشر حميدګل تېره شپه د مغزي سکتې له کبله مړ شو. دغه متقاعد جنرال تر مغزي خونريزۍ وروسته له اسلام اباده بهر يوه روغتون ته انتقال شو، خو ډاکټران يې په ژغورلو بريالي نه شول.
د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) د خپل يو مشر غړي خبره رد کړې ده چې ګواکې د جاسوسي ادارې آی ایس آی پخواني مشر تېر کال د حکومت ړنګولو پلان درلود.
له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې چې لومړی دور یې د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې په مري کې شوې وې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته وځنډیدې.
د اسلام اباد په یو شمېر کچه ابادو کې مېشت خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې له خپلو کورونو نه بې ځایه کوي.
نور وښیئ