د پنجاب حکومت د کورنیو چارو د وزیر شجاع خانزاده په مړینه د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی. نوموړی د اتوار په ورځ د اټک په شادي خان سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.په دې پېښه کې د پولیسو په وینا ۱۵ کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي وو.
راپورونه وايي د کشمير په لانجمنه سيمه کې هندوستان او پاکستان پريو بل ډزې کړي او راکټونه یې ويشتلي چې له کبله يې لږ تر لږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د پنجاب د کورنيوو چارو صوبايي وزير شجاع خانزاده په کور کې نن سهار يوه چاودنه شوي ده. په اټک کې شوې دې پېښه کې د پوليسو په وينا د حجرې چت راغورځيدلی او ګڼ خلک يې له ملبې لاندې کړي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پخوانى مشر حميدګل تېره شپه د مغزي سکتې له کبله مړ شو. دغه متقاعد جنرال تر مغزي خونريزۍ وروسته له اسلام اباده بهر يوه روغتون ته انتقال شو، خو ډاکټران يې په ژغورلو بريالي نه شول.
د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) د خپل يو مشر غړي خبره رد کړې ده چې ګواکې د جاسوسي ادارې آی ایس آی پخواني مشر تېر کال د حکومت ړنګولو پلان درلود.
له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې چې لومړی دور یې د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې په مري کې شوې وې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته وځنډیدې.
د اسلام اباد په یو شمېر کچه ابادو کې مېشت خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې له خپلو کورونو نه بې ځایه کوي.
د پاکستان خارجه چارو وزارت په وینا چې د ایران د خارجه چارو وزیر به سبا د زیارت په ورځ د پاکستان یو ورځنې دوره کوي.
د ایم کیو ایم په سینټ کی اته (۸) په قامي اسمبلۍ کی څلرویشت (۲۴) او په سند اسمبلۍ کې یو پنځوس (۵۱) غړي دي.
د قصور ضلعې له دوه سوه او اتیا ماشومانو سره د جنسي تېري څلور سوه ویډیوګانې مخې ته راغلې وې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ملاتړ ټینګار کړی او په دې هېواد کې یې د ترهه ګرۍ بریدونو ښکار کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.
په قبایلي سیمو کې اکثره د سکولونو ویجاړولو پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.
نور وښیئ