پر اسیه بي بي په ۲۰۰۹ م کال کې د خپل کلي ښځو د رسالت سپکاوي تور لګولی وو او په ۲۰۱۰ م کال کې ورته د پنجاب صوبې ضلع ننکانه عدالت د مرګ سزا اورولې وه.
پولیټیکل انتظامیه وايي، د سږني کال د مارچ له ۳۱مې نېټې د شمالي وزیرستان سپین وام د درو کلیو په ګډون تر اوسه ۴۲۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي،
په چترال کې له شپږويشت (٢٦) کلیو علاوه نهه (٩) پلونه، يو کالج، يو برېښناکوټ او د يو هوټل پشمول پر سونو اېکړه زمکه ولاړو فصلونو ته نقصان رسېدلی دی.
وخت په وخت دواړه ملکونه په یو بل د ډزبندې د معاهدې تور لګوي. د ډزبندې معاهده کال ۲۰۰۳ کې دواړو ملکونو ترمینځه شوې وه.
ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.
پاکستان او هنمدوستان يو ځل بيا پر يو بل تور لګولی چې د کنټرول پر کرښه يې له اوربند سرغړونه کړي. پاکستان وايي ډزې اول هندي پوځيانو کړي. هند وايي لومړی پاکستان د توپونو ګولۍ وروويشتلې.
د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي کډوال وايي اختر يې د خپلو کلو په شان نه وو. هغوی له پوځ څخه غوښتنه کړې چې زر تر زره دي يې خپلو سيمو ته واستوي. دوی پر حکومت نيوکه کړي چې ورسره کړې وعدې يې نه دي پوره کړي.
په کوټه کې د تری تم شویو بلوڅو کورنيو د اختر لومړۍ ورځ په احتجاج او ویر تېره کړه او د خوشالۍ په دې ورځ يې د بشري حقونو له نړیوالو ادارو غوښتي چې نور دي د بلوڅو ټول وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د پاکستان رويت هلا ل کميټۍ له اعلان سره سم نن د خيبر پښتونخوا او فاټا د زياتره سيمو پرته ددې هېواد په نورو برخو کې وړوکۍ اختر لمانځل کيږي.
په تيره اونۍ کې د خيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې بارانونو درې (٣) کسان وژلي ول او تر پنځو (٥) زيات پکې ژوبل شوي هم ول.
د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې په بلدياتي انتخاباتو قريبا هر يو ګوند اعتراضات کړي و خو د اليکشن کميشن لخوا په دومره زياتو پولنګ اسټيشنو دوباره انتخابات کول يو ښه ګام دې.
نور وښیئ