په تيره اونۍ کې د خيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې بارانونو درې (٣) کسان وژلي ول او تر پنځو (٥) زيات پکې ژوبل شوي هم ول.
د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې په بلدياتي انتخاباتو قريبا هر يو ګوند اعتراضات کړي و خو د اليکشن کميشن لخوا په دومره زياتو پولنګ اسټيشنو دوباره انتخابات کول يو ښه ګام دې.
نن د تعليم لپاره مبارزه کوونکې د سوات ملالې يوسفزۍ کليزه ده. هغه د اتلسو کلونو شوه. نوموړې دري کاله مخکې پاکستاني طالبانو په سوات کې په ډزو سخته زخمي کړه. هغې نوبيل جايزه ګټلي او د جينکو د تعليم لپاره کار کوي.
د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو سره د نښتې پر مهال يې څلور پوځيان وژل شوي او شپږ زخميان دي. په نښته کې د نهو طالبانو د وژنې خبر هم ورکړل شوی دی.
پاکستان او هند پر دې سره سلا شوي دي چې د دواړو هیوادنو د قامي امنیت سلاکاران به د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه په نوي ډهلې کي غونډه وکړي.
دا د د پارليمان، سپريم کورټ او د ریاستي انتظامي ادارې زمه واري ده چې د فاټا ولس له دې غیر جمهوري حالته راوباسي.
د پوليسو په وينا چې د اسلام آباد په څنډه پرته ترنول سيمه کې پرفتح جنګ سړک د يو بس او وېګن له جنګېدو ١٨ کسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی او د طالبانو په استازيتوب ملا جليل اخوند په اسلام آباد کې موجود دي چې د سولې لپاره مفاهمتي او مذاکرتي عمل پر مخ یو سي
وزیراعظم نواز شریف نن د ناروې وزیراعظم په بلنه په درې ورځنې سرکاري دوره اوسلو ته روان شوی دی.
د ترهګرو د ځپلو لپاره د پاکستان د قامي ايکشن پلان د رامنځته کېدو اوه مياشتې وروسته نيوکې کيږي چې د دي پلان لاندې ترهګر نه دي ځپل شوي او وسله والې ډلې لا هم خپل فعاليتونه پر مخ بيايي.
فارن پالیسي مجله لیکي ، په پاکستان کې ترهګرۍ په یو کال کې دومره خلک نه دي وژلي څومره چې په سند صوبې او په ځانګړې توګه په کراچۍ ښار کې ګرمۍ او د بجلۍ د لوډ شیډنګ له منځه وړي دي. چارواکي وايي په سند صوبه کې څه باندې دولس سوه کسان ګرمۍ وژلي دي.
امریکا وايي پاکستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د نويیمو کلونو په شان چې له افغانستانه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته یې یوازې پریښی و ، دا ځل به یې یوازې نه پریږدي.
نور وښیئ