پاکستان او چین له یو بل سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه د انرژۍ او زیربنا (بنیادي ډانچې) په څانګه کې د۴۶ بیلیونه ډالرو په ارزښت د یوې پروژې پرانیسته وکړه.
تمه ده چې د چین ولسمشر به په پاکستان کې د انرژۍ او پرمختیا د پروژو پرانسته وکړي چې شپږ څلوېښت بیلیونه ډالره لګښت به پرې راځي.
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر ژی ینپینګ د اپريل په شلمه پاکستان ته سفر لري ، ټاکل شوې چې نوموړی به په پاکستان کې د ۴۶ اربه ډالرو سرمايه کارۍ کولو علان وکړي. دا د چين د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په اسيا کې د تجارت او ټرانسپورټ نوې لارې پرانیزي.
په اسلام اباد کې دامریکا د سفارت په مرسته یوه درې ورځنۍ کولتوري میله وشوه چې پکې د پاکستان د ټولو ژبو او صوبو فنکارانو برخه واخیسته او خپل هنر یې نندارې ته وړاندې کړ.
د پاکستان وزیراعظم نواز شريف په جلال اباد کې پرونۍ حملې غندلي او له افغان حکومت سره يې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د هر ډول مرستو کولو ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل تازه کلني رپورټ کې ويلي دي چې د تېرکال له اپريل مياشتېتر اوسه په دې هيواد کې د بشري حقونو په خلاف ورزیو کې زياتولی ليدل شوی دی او د پاکستان له قبايلي سيمو په لکونو خلک بې کوره شوي دي.
د افغانستان د پوځ مشر جنرال شيرمحمد کريمي وايې له سيمې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پکار ده چې افغانستان او پاکستان له يو بل سره نژدې همکاري وکړي.
د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي چې د حقاني شبکې یو مهم کومندان فاروق ځدراڼ یې وژلی دی.
دا خبره جماعت احمدیه ګوند د چارشنبې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې کړې ده.
په لر او بر کې د پسرلي په رارسېدو شاعران غونډې او مشاعرې کوي. دوی وايي خلک له جنګونو ستړي دي او د مشاعرو په کولو سره د روانو خرابو حالاتو په وړاندې مزاحمت کوي.
د هايې کورټ بار ايسو سي ايشن صدر محمد عيسی خان ايډوکيټ مشال ريډيو ته نن وويل چې د دوی پر ملګرو وخت پر وخت بريدونه کيږي چې پکې ځيني شهيدان شوي هم دي خو امنيتي ادارو لا تر اوسه پر وکيلانو حملې کونکي کسان نه دي په ګوته کړي.
پر پاکستان د يمن په شخړه کې د سعودي عرب په ملاتړ د پوځي همکارۍ لپاره سفارني فشار مخ پر زياتېدو دی. څيړونکي وايي د پاکستان پوځ نه غواړي چې په دي جګړه کې ځان ښکېل کړي خو سعودي عرب فکر کوي چې کولی شي پاکستانی پوځ د کرايې پوځ په شان وکاروي.
نور وښیئ