د پاکستان وزیراعظم وايي دوی د اسلامي دولت وسله والې ډلې او نورو وسله والو ډلو خلاف د نړیوالې مبارزې هرکلی او ملاتړ کوي. د پاکستان سرکاري خبري اژانس APP لیکي چې نوازشریف دا څرګندونې پرون په مالټا کې د دولت مشترکه « د شریکو ګټو د هیوادونو » د سختدریځۍ په اړوند په غونډه کې د وینا پرمهال کړي دي.