د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر سنېټر عثمان کاکړ بيا وايي، مغربي لاره بيخي د اقتصادي راهدارۍله پروژې اېستل شوې ده او دا يوازي په حکومتي بيانونو کې شامله ده.
د پاکستاني پوځ مشر په داسې حال کې د امريکې سفر کړی چې يوه مياشت مخکې وزيراعظم نواز شريف هم واشنګټن ته ورغلی وو. څيړونکي په دومره لنډه موده کې د دوو مشرانو سفرونه پر ولسي حکومت د پوځ بې باوري ښئ.
د بولان سيمې یو چارواکی وايي، چي په روغتون کې يې د ډاکټرانو خصوصاً ښځينه ډاکټرانو د نشتوالي او روغتيايي اسانتياوو د کمښت له امله ډېرى ټپيان کوټې ته را انتقال کړل
مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې اېف سي ار قانون دې زغرده ختم کړل شي او قبایلي سيمې دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي.
د پاکستان حکومت د سفري بندیز سره د مخامخ شویو ۹۷۵۳ کسانو نومونه له دغه فهرست نه لرې کړي دي او یوه څلور کسیزه کمیټي یې ټاکلې ده چې په راتلونکې کې به د یو چا نوم د سفري بندیز په لیست کې د شاملولو یا د نه شاملولو اختیار په لاس کې ولري.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې یې پرون د افغانستان پولې ته څېرمه هوايي بمبارۍ کې ۲۲ مشکوک وسله وال وژلي دي.
پاکستان يو وار بيا ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په بېرته پيلولو کې مرسته کولای شي.
"په بلوچستان کې په سلګونه ښوونځي، ښوونکي او په زرګونه زده کوونکي تش د کاغذونو پر مخ شته خو په حقیقت کې هېڅ وجود نه لري"
د پوځ اړیکو څانګې د دغه بیان په غبرګون کې د دفاع وفاقي وزیر خواجه اصف یوه شخصي ټي وي چېنل ته ویلي ول چې ولس به د حکومت احتساب د ۲۰۱۸م کال په ټولټاکنو کې کوي.
د شورو ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خبرو کې نوموړي وویل، که دوه شریفان په خپلو کې په جنجال کښېوزي نو دی به د ولسي شریف ملګری وي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د بېلاروس سرمایه کارانو ته هم بلنه ورکړه او ویې ویل چې د پاکستان پالیسیانې د سرمایه کارې لپاره نرمې دي.
له لوړې کولو پس د قامي اسمبلۍ غونډې ته سپیکر سردار ایاز صادق په خپله وینا کې وویل، دا ګټه دې د ده نه بلکې د جمهوریت، ایین او د پارلمان ګټه وګڼل شي
نور وښیئ