د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د جمعې پر ورځ ناوخته لږ تر لږه ۲۳ وسله وال وژلي دي.
په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
نوازشریف وویل. چې په هېواد کې به هېڅ خپلسرې وسله واله ډله پرېنږدي. دی وايي، نه یوازې به ترهګري له منځه وړي بلکې د ترهګرۍ سوچ او فکر به هم ختموي.
د خېبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې د ډیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د ارمي پبلیک سکول تر پېښې وروسته که يوخوا د دغه هيواد بېلا بېلو سیمو په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات روان دي.
د ديسمبر پر شپاړلسمه نېټه په پېښور کې پر یوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته پاکستانيو امنيتي سرتېرو په بلوچستان کې هم د وسلوالو په خلاف ځاى پر ځاى د پلټنې عمليات پيل کړي دي.
پر پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف حمله کيس کې ککړ څلور نور کسان د پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار په ډسټرکټ جيل کې په دار وځړول شول.
د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان له رسنيو سره نن په خپلو خبرو کې وویل ، چې په دغه وژل شوو کې په ارمي پبلک سکول د حملې منصوبه جووړونکي د عمر عرف نري ورور منان هم شامل دی.
ډان ورځپاڼې د ليکوال هود بهايي يوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي دي، د نورو پيښو په څېر به د پيښور د ښوونځي خونړۍ پېښه هم هېره کړل شي.
د پاکستان په راولپنډۍ کې پر پوځي مرکز، د دغه هيواد پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف او د سريلنکا هيواد پر کرکټ لوبډلې د بريد پلان کوونکي د جمعې په ماښام د پنجاب صوبې په فېصل آباد کې په دار وځړول شول.
نن سهار د شمالي وزېرستان په دته خېل سیمه کې افغان پولې ته نږدې ډرون برید شپږ مشکوک وسله وال وژلي دي.
د جرمني سفیر ډاکټر سېریل نن (سېشنبه) ویلي دي، چې د پر امنه او باثوباته پاکستان لپاره ضروري ده، چې افغانستان هم پرامنه وي.
نن سهار ، د پیښور په ورسک روډ ناڅرګندو وسلوالو په آرمي پیلک سکول حمله کړې چې په کې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي چې یو پکې د سکول ښونکی، یو امنیتي سرتیری او ۱۶ د سکول ماشومان دي.
نور وښیئ