په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې نن د جمعې پر ورځ وویل، دوی له حکومت سره د امن په تړون ولاړ دي او پر نورو خلکو او ډلو هم غږ کوي چې په شمالي وزیرستان کې دې تاو تریخوالي ته لمن نه وهي.
په چاودنو کې د عوامي نېشنل ګوند د محمد علي په ګډون شپاړس کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دوو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
د طالبانو دا مشر په داسې حال کې وژل کېږي، چې له تېرو دو میاشتو راهیسې په کوټه کې د نامالومه وسله والو له لوري د افغان طالبانو لوړپوړي مشران په هدفي وژنه کې وژل کېږي.
په مذاکراتي جرګګۍ کې عرفان صدیقي، ریټایرډ مېجر محمد عامر، خبریال رحیم الله یوسفزی، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند شامل دي.
د پنجاب صوبې د قانون صوبايي وزير رانا ثنا الله چې د واکمن مسلم ليګ ګوند سره یې تعلق دی يوبريتانوی ورځپاڼې ګارډین ته د نهې پر ورځ په يوه مرکه کې وویل، چې وزیر اعظم نواز شریف د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده.
د بلدیاتي ټاکنو لپاره به درې واړه سیاسي او مذهبي ګوندونه مشترکه امیدواران ودروي او په دې انتخاباتو کی به د دوی انتخابي نښه هم یوه وي.
پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې د پښتونخوا حکومت دوه وزیرانو عنایت الله او شاه فرمان په وینا د پښور یونیورسټي انتظامیې او بیا د کېمپس پولیس د دغی دستوری اجازت ورنکړ.
ماما قدیر د بلوڅانو په ورکېدنه کې د پاکستان استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو یادو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.
په تیره لسیزه کې په پاکستان کې تر ټولو زیاته قرباني پښتنو ورکړې ده.
د پاکستان او امريکا ترمينځ سټرټیجک خبري اتري سبا له په واشنګټن کې پيليږي. د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکوي چې د وزيراعظم نواز شريف سله کار سرتاج عزيز به د پاکستان نمايندګې کوي.
ای ايف پي خبري اژانس ليکي راتلونکې هفته پاکستان او امریکا د درې کاله وقفې وروسته سټريټيژيکې خبرې اترې په داسې حال کې شورو کوي چې دواړه له یو بل سره په اړيکو کې استحکام غواړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې لري.
خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له ترهګرۍ د متاثره خلکو لپاره نړيواله مرستندویه او د پرمختیايي همکارۍ اداره (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) د بحالۍ يو پروګرام شروع کړی دی.
نور وښیئ