د بلدیاتي ټاکنو لپاره به درې واړه سیاسي او مذهبي ګوندونه مشترکه امیدواران ودروي او په دې انتخاباتو کی به د دوی انتخابي نښه هم یوه وي.
پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې د پښتونخوا حکومت دوه وزیرانو عنایت الله او شاه فرمان په وینا د پښور یونیورسټي انتظامیې او بیا د کېمپس پولیس د دغی دستوری اجازت ورنکړ.
ماما قدیر د بلوڅانو په ورکېدنه کې د پاکستان استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو یادو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.
په تیره لسیزه کې په پاکستان کې تر ټولو زیاته قرباني پښتنو ورکړې ده.
د پاکستان او امريکا ترمينځ سټرټیجک خبري اتري سبا له په واشنګټن کې پيليږي. د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکوي چې د وزيراعظم نواز شريف سله کار سرتاج عزيز به د پاکستان نمايندګې کوي.
ای ايف پي خبري اژانس ليکي راتلونکې هفته پاکستان او امریکا د درې کاله وقفې وروسته سټريټيژيکې خبرې اترې په داسې حال کې شورو کوي چې دواړه له یو بل سره په اړيکو کې استحکام غواړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې لري.
خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له ترهګرۍ د متاثره خلکو لپاره نړيواله مرستندویه او د پرمختیايي همکارۍ اداره (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) د بحالۍ يو پروګرام شروع کړی دی.
پېښه پرون مازیګر په سیکم چوک کې د ګاډو مرمت په یوه ورکشاپ کې وشوه. د مرستندویه ادارې الخدمت فاونډېشن یوه کارکوونکي محمد بلال تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل، په چاودنه کې بې وزله کسان وژل شوي دي.
دوی خپل احتجاج بېګا تر هغې وروسته ختم کړ چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له یوه پلاوي سره ورغی او د هزاره ګانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې.
د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد خان د پولیو ضد د څاڅکو ورکونکو کسانو وژنه په سختو ټکو کې غندلې ، او په پیښه کې د ککړو عناصرو د نیولو حکم یې کړی دی.
د پنډۍ اېس اېس پي محمد مقبول د پاکستان سرکاري راډیو ته ویلي دا ځانمرګي برید وو چې پکې پنځه پوځيان او نور عام وګړي او د سکول ماشومان وژل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې د دوابۍ هایر سېکنډری سکول دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د سکول ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.
نور وښیئ