کارپوهان وايي چې په هنګو کې د ځانمرګي بريد هڅه ناکامولو پر وخت د وژل شوي عتزاز حسن او په کراچۍ کې د طالبانو لخوا په وژل شوي چودهري اسلم د پاکستان ښي لاسي سياسي مشرتابه لخوا هغسې د غصې ډک غبرګون مخې ته نه دی راغلې لکه څنګه چې د طالبانو پخواني مشر حکيم الله مسيد پر وژنه راغلې وو