د تېرې قامي اسمبلۍ په مقابله کې دا ځل ځينې وتلي سياستوالان په قامي اسمبلۍ کې نه تر سترګو کېږي.په دوی کې نوازشريف، مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی، افتاب احمد خان شېرپاو، سعد رفيق او د چوهدري نثار
د پاکستان انتخاباتو کميشن له خوا په خپور شوي حتمي فهرست کې ويل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې څوکۍ د تحريک انصاف دي چې شمېر يې ۱۵۸ دی او ورپسې پاکستان مسلم ليګ نواز دی چې ۸۲ څوکۍ لري.
په پاکستان کې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ لپاره یوازې شپږ ښځینه استازې کامیابې شوي دي.
ما ته نه ښکاري چې دا احتجاج به تر ډېره وخته روان وي. دا زیات پر راتلونکو حالاتو لکه د نوي حکومت جوړېدو او د عمران خان پر سوګند منحصره ده. خو زه ګڼم
پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر څوکۍ لپاره له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړی محمود خان نومولی دی.
په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه نن په اسلام اباد کې د پاکستان الیکشن کمېشن ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي لاریون راوتي دي. دوی تور لګوي چې د جولاۍ ۲۵مې په عمومي انتخاباتو کې درغلي شوې وه.
د پاکستان مسلم لېګ (ن) يو بل مشر او د کورنيوو چارو پخوانی وزير مملکت طلال چوهدري ته د عدالت سپکاوي په تور کې سزا اورول شوې ده. د اګست په دوهمه د سپريم کورټ د دې سزا تر مخه نوموړی به لږ تر لږه پنځه کاله په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.
په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن یوه ویاند سهېل احمد د اګست پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل، د نتیجو د وروستیو فارمونو په لېسټونو کې د ووټ ورکولو په ټولو مرکزونو کې د ښځو او سړیو د رایو شمېر او فیصدي شامله وي،
په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د غیر حتمي نتیجو ترمخه د صوبايي اسمبلۍ په ۹۹ څوکیو کې۶۷ څوکۍ ګټلي خو دغه ګوند تر اوسه د صوبې اعلا وزیر نه دی غوره کړی
د جولای پر ۳۰مه تر غونډې وروسته، د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند او د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې ټول ګوندونه پر دې سلا دي
د پاکستان تحريک انصاف مشران وايي د قامي اسمبلۍ د ۱۱۵ چوکيو تر ګټلو وروسته ورته په مرکز کې حکومت جوړولو کې ستونزه نشته.
عوامي نېشنل پارټۍ انتخابات رد کړي او له ادعا سره سم د شويو درغليو يا ټګيو پر ضد يې د جولای پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د مظاهرو غږ کړی دی.
نور وښیئ