د سوات د مینګورې په نشاط چوک کې لسګونه کسانو تر هغې یوه ورځ وروسته مظاهره کړې چې د سېپټېمبر پر ۱۳مه په سړک غاړې بمي برید کې د امن کمېټۍ د یوه مشر په ګډون اته کسان ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه. انتظامیه او پولیس وايي، هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.