د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د پاکستان حکومت په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې له وسله والو ډلو سره یوشمېر موافقې کړې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې بلکې له ماتېدو سره یې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی. دا خبره نوموړي د جولای پر ۲۷مه د امریکا غږ اشنا راډیو په ټېلېوېژني خپرونه اتصال کې کړې.