د پېښور په حیات اباد کې یوې ښځې د خپل کور په یوه برخه کې د هغو ماشومانو لپاره د انځورګرۍ د زده کړې ښوونځی پرانیستی چې ورځنۍ مزدوري کوي، په کوڅو کې شیان ټولوي یا خیر غواړي. جلوت هما په ښوونځي کې تر ۵۰ زیات زده کوونکي لري چې ورڅخه یې ۳۵ هغه دي چې پخوا به یې ورځنۍ مزدوري کوله خو اوس انځورګري زده کوي.