په خوست کې له شاوخوا ۳،۰۰۰ هغو نارینه او ښځینه وو زده کوونکو څخه دولتي ازموینې اخیستل پیل شوي چې په خصوصي روغتیايي انسټیټیوټونو کې يې دوه کلنۍ زده کړې بشپړې کړې دي دي. فارغان د دې هرکلۍ کوي او وايي، دوی هغه وخت په خصوصي او دولتي روغتونونو او کلېنېکونو کې دندې کولای شي چې د دې ازموینې اسناد ورسره وي.