د افغانستان په هرات ولايت کې ۳۶ کلنه غونچه ګل د مچيو فارم لري. خو نوموړې د شاتو خرڅولو په وخت د نارينوو جامې اغوندې. هغه د دې کار وجه د ښځو په وړاندې توپيري چلند یادوي. غونچه ګل پر موټر سايکل ګرځي او پر دکانونو شات خرڅوي. د شاتو مچيوو درلودو له امله، هغه په هرات کې د "مچيوو مور" په نوم مشهوره ده.