په قبايلي سیمو کې د جمعیت علما اسلام مشر او پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي چې د پاکستان د حکومت او وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو سلسله جاري ده.
نوموړي د نومبر پر ۱۸مه د مشال راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې هغه تاثر ناسم دی چې ګواکې له ټي ټي پي سره خبرې اترې ختمې شوې دي