د طالبانو له خوا د افغانستان د هرات ښار نيولو وروسته هلته پر نایانو يا سليمانيانو د هغو خلکو شمېر کم شوی چې فېشني وېښتان به يې جوړول او یا به يې ږيرې خریلې. نایان وايي چې کاروبار يې په ټپه درېدلی دی. طالبانو دا ځل لاهم کوم محدودتونه نه دې لګولي خو په خپله لومړنۍ واکمني کې يې پر فېشني وېښتانو او ږيرو