بیګا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر چتونو او کوڅو کې د الله اکبر نعرې ووهلې. دوی د جګړو ودرولو غوښتنه وکړه. بلخوا بیګا په کابل کې ځانمرګی موټر بم برید او وسله واله نښته هم شوې. چارواکي وايي په نښته کې ۴ بریدګر او ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.