پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانۍ په قدر کې کموالی راغلی چې له کبله يې د پېښور په صرافه بازار کې تاجران اغېزمن شوي دي. د تاجرانو په وينا، د طالبانو په واک کې تر راتګ وړاندې ۱۰۰۰ افغانۍ په ۲۱۰۰ پاکستانۍ کالدارو تبادله کېدلې، خو د طالبانو له راتګ وروسته يې قدر ۱۵۰۰ کالدارو ته راټيټ شو