پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځل بیا په بلوچستان کې د ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې. د ګوند مشرانود جولای پر ۲۵مه په پښین کې د جلسې پر وخت وویل، په جون کې د کاکړ مړینه طبعي نه وه