بزکشي په روایتي توګه یوازې د سړیو لوبه ګڼل کېږي، خو په تاجکستان کې ملکه رجبووا یوازینۍ مېرمن ده چې په دې لوبه کې برخه اخلي. نوموړې وايي، اکثر سړي ورپسې خبرې کوي چې دا ولې د بزکشۍ لوبه کوي؟ پکار ده چې په کورکیني، خو دا یې پروا نه کوي. په دې هکله د مشال رېډیو د مرکزي څانګې یو ویډیوي رپورټ درته منورشاه