د خیبر پښتونخوا سرکاري پوهنتونونو استادانو او نورو کارکوونکو د مالي ستونزو هواري لپاره احتجاج وکړ. د مې پر ۲۷مه په پېښور پوهنتون کې د احتجاج پر وخت د پوهنتونونو کارکوونکو له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي بجټ کې دې ورته د ۱۵۰ اربه روپیو بندوبست وکړي. حکومت لا د دوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي