مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. تر دې مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري.