د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه سهار د پکتیا مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې ځواکونو پر کنډک برید د دوو بریدګرو او درې سرتېرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی. د پکتیا والي محمد حلیم فدايي مشال راډيو ته وویل، دوو بریدګرو لومړی د کنډک پر دروازه موټربم وچولی او وروسته کنډک ته ننوتل.