د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د اګست پر ۱۵مه پر حکومتي بندېز سربېره شخصي ښوونځي پرانيستل شول. د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې تعليمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې پراڼیستل کېږي. پاکستان کې تعليمي ادارې په دې هېواد کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې تړل شوي وې