د کوويډ-۱۹ په نوم نوي کورونا وايرس د ژوند د بېلا بېلو څانګو او روزګارونو تر څنګ د کوچيانو ژوند او روزګار هم اغېزمن کړی دی. د افغانستان په کابل او پروان ولايتونو کې کوچيان وايي چې د پيو (شيدو) او له دې څخه جوړو نورو حاصلاتو د پلور لپاره د پخوا په شان بازار نه لري.