د ساري ناروغیو لپاره د امریکا د ملي انسټیټيوټ مشر انتوني فوچي وايي د کورونا وايرس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره محتاطانه خوشبینه دی. فوچي له کورونا وايرس سره د مبارزې په برخه کې د امریکا تر ټولو لوی چارواکی دی. نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ويلي چې شرکتونه واکسین جوړولو ته نږدې شوي دي.