په مومندو کې ۵۸ سکولونه لا هم ړنګ پراته دي چې پکې یو سرکاری مډل سکول امری کور تحصیل ساپي هم شامل دی. دغه ښونځی د نورو سکولونو په څېر وسله والو د ۲۰۰۹ز کال د جنورۍ په میاشت کې په باروتو الوځولی وو. اوس په دې سکول کې ۲۵۰ ماشومان وچ ډاګ ناست زده کړې کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.