پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو. د غورځنګ ملاتړیو او پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون