د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن، انتوني بلينکن د بهرنيو چارو وزير په توګه نومولی. بلينکن يو تجربه کار سفارتکار دی او د منتخب ولسمشر بايډن سلاکار په توګه اوږدې مودې پورې کار کړی. تمه کېږي چې بلنيکن به د امريکا له خپلو اتحاديانو سره همکارۍ پياوړي کولو او نړيوالو تړونونو کې د بيا شاملېدو لپاره کار وکړي.