افغان چارواکي وايي، د سېپټېمبر پر پېنځمه په پلازمېنه کابل کې یو موټر بم برید شوی دی چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دي.
د کراچۍ کې په لیارۍ کې اته کلن وقاص بلوڅ او ملګري یې د ریپ په طرز سندرې وايي. دوی وايي، د لیارۍ حالات د پخوا پرتله ښه دي او غواړي چې د ریپ له لارې د خپلې سیمې هنر او مسلې وښيي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د روزګان ولایت اوسېدونکي محمد قاسم درې ورځې وړاندې اووه کلنه لور د زړه د ناروغۍ له امله له لاسه ورکړه.
په کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي. د وسله والو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سوات مڼو يو وخت ډېر شهرت درلود او هرکال به په زرګونه ټنه د پاکستان ګوټ ګوټ ته وړل کېدلې خو کروندګر وايي چې اوس يې فصل مخ په ختېمدو دی. دوی اوس د مڼو ونې پرې کوي او پرځای یې شفتالان کري.
د خېبرپښتونخوا ملاکنډ اوسېدونکې الماس خانم انځورګره، مجسمه سازه او شاعره ده. ددې ځانګړتيا دا ده چې په غلبېلونو د هغو شخصياتو انځورونه اوبدي چې ددې په وينا د ټولنې لپاره يې مثبت کارونه کړي دي.
په ټکر کې د خدايي خدمتګارانو تاریخي څلی
په کابل کې د سېپټمبر پر دوهمه ماسخوتن بريد کې ۱۶ وژل شوي او شاوخوا ۱۱۹ ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو د بريد ذمه واري منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ په قطر د افغانستان سولې په تړاو د نهم پړاو خبرې اترې پای ته رسېدلې دي.
نوریه نجفي هغه افغانه ده چې پر یوه لاس معذوره ده خو په پېنګ پانګ (ټیبل ټینس) لوبه کې نه یوازې د نړیوال فېډراسیون غړې ده بلکې اتلولي یې ګټلې. لېمې هادي د نوموړې په اړه ویډیويي رپورټ جوړ کړی.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د افغانستان د سولې بهیر په اړه اندېښنې ښودلې دي. نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ په پېښور کې د ګوند
په ۲۰۱۹ز کال کې افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مه کلیزه ولمانځله. ازادۍ راډیو په تېره یوه پېړۍ کې په هېواد کې د ښځو ژوند ته کتنه کړې او مستند فلم یې جوړ کړی چې دا یې درېیمه برخه ده.
په ۲۰۱۹ز کال کې افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مه کلیزه ولمانځله. ازادۍ راډیو په تېره یوه پېړۍ کې په هېواد کې د ښځو ژوند ته کتنه کړې او مستند فلم یې جوړ کړی چې دا یې دویمه برخه ده.
نور وښیئ