په پېښور پرېس کلب کې د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې له وزیرستانه د تښتول کړل شوي ډاکټر د راخوشې کېدو غوښتنه کړې ده. ډاکټران وايي، په ړنا ورځ د ډاکټر نورحنان د تښتولو پېښې دوی ډېر اندېښمن کړي دي او که دغه ډاکټر ژر تر ژره خلاص نه کړل شو نو دوی به بیا په ټوله صوبه کې کاربندېز کوي.